د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې پاکستان ته ماتې ورکړه

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې په درې اړخیزه لوبلړۍ کې د پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې ته د ۱۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې په درې اړخیزه لوبلړۍ کې د پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې ته د ۱۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
افغان لوبډلې په دویمه لوبه کې هم متحده عربي امارتو ته د ۳۸ منډو په توپير ماتې ورکړې وه.
په متحده عربياماراتو کې د درې اړخېزې لوبلړۍ د درېيمې سیالۍ پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.افغان لوبډلې د خپلو پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۷۰ منډو هدف وټاکه.افغان توپوهونکي صدیق اتل په ۴۵ توپونو ۶۴ او ابراهیم ځدراڼ په ۴۵ توپونو ۶۵ منډې تر نورو لوبغاړو ډېرې وکړې.پاکستان لوبډلې دغه هدف پوره نه کړ او د خپلو ۹ لوبغاړو په سوځېدو یې ۱۵۱ منډې جوړې کړې.افغان توپ اچوونکو فضل الحق فاروقي، راشدخان، محمدنبي او نور احمد دوه دوه لوبغاړي وسوځول.


د افغانستان د شل اوریزو ملي لوبډلې لوبډلمشر راشد خان په شل اوریزو نړۍوالو سیالیو کې نوی ریکارډ جوړ کړ او د دغو سیالیو په تاریخ کې یې تر ټولو ډېرې ویکټې ترلاسه کړې.
د افغانستان د شل اوریزو ملي بولډلې لوبډلمشر راشد خان په شل اوریزو نړۍوالو سیالیو کې نوی ریکارډ جوړ کړ او د دغو سیالیو په تاریخ کې یې تر ټولو ډېرې ویکټې ترلاسه کړې.
راشد خان تر اوسه په شل اوریزو نړۍوالو سیالیو کې ۱۶۵ ویکټې ترلاسه کړي او پر بنسټ یې د نیوزیلنډ د تکړه توپ اچوونکي «ټېم ساوتي» د ۱۶۴ ویکټو ریکارډ مات کړ او نوی تاریخ یې په خپل نوم ثبت کړ.
د یادونې وړ ده چې راشد خان په ټولو شل اوریزو سیالیو (هغه چې نړۍوالې نه شمېرل کېږي) کې هم د نړۍ په کچه تر ټولو ډېرې ۶۶۴ ویکټې ترلاسه کړې دي.

د افغانستان د کرېکت لوبغاړو د درې اړخیزې لوبلړۍ په لړ کې په خپله دویمه سیالۍ کې کوربه متحده عربي اماراتو ته د ۳۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
دغه سیالۍ نن ماښام مهال په متحده عربي اماراتو کې د اماراتو په توپ وهنې سره پیل شوه او افغان اتلانو ته یې د ۱۸۹ منډو هدف ورکړ او افغان اتلانو بیا یاد هدف ترلاسه او ورسره یې لوبه د ۳۸ منډو په توپیر وګټله.
د افغانستان د کرېکټ بورډ په وینا، په دغې سیالۍ کې لوبډلمشر راشد خان او شرف الدین اشرف د سیالې لوبډلې ۳ – ۳ وېکټې ترلاسه کړې او ورسره شرف الدین اشرف د دغې سیالۍ د غوره لوبغاړي لقب هم خپل کړ.
افغانستان د دغې لوبلړۍ لومړۍ لوبه پاکستان ته بایللې وه او افغان اتلان به سبا ماښام په خپله درېیمه سیالۍ کې د پاکستان پر وړاندې بیا ځلي د لوبې ډګر ته ښکته شي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر جې شنکر د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره ټیلیفوني اړیکه کې د زلزلې له امله رامنځته شوي ناورین باندې خواشیني ښودلې او افغانستان ته یې د عاجلې مرستې په توګه د زر خیمو او ۱۵ ټنه خوراکي توکو د لېږلو خبر ور کړی.
شنکر پر خپل اېکس ولیکل، چې « نن د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره خبرې وشوې. د زلزلې له امله د خلکو د مړینې په اړه مو خپلې خواشینۍ څرګندې کړې.»
شنکر وايي، متقي ته یې وویل، چې نوي ډیلي نن په کابل کې ۱۰۰۰خیمې رسولې دي.
نوموړي زیاته کړې، « ۱۵ ټنه خوراکي توکي هم د هند د ماموریت له خوا له کابل څخه کونړ ته سمدستي انتقالېږي. نور مرستندویه توکي به له هندوستان څخه سبا پیل شي».
هغه د خیمو انځورونه هم خپاره کړي دي.

نوموړي د ټپیانو د ژر رغېدو هیله کړې او وايي، « هند په دې سخت وخت کې د افغانستان ترڅنګ ولاړ دی».
په ورته وخت کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ (د وږي لسمه) د جې شنکر له قوله وویل، چې هېواد به يې د درملو او خوړو په برخه کې نورې اړینې مرستې هم وکړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې امیر خان متقي له جې شنکر څخه د افغانانو د لاسنیوي له امله مننه کړې ده او اړمنو خلکو ته یې د یادو مرستو د پر وخت رسولو ډاډ ورکړی دی.

د طالبانو مشر خپل ددې ډلې د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر له دندې لرې کړی او د میدان ورګ ولایت د والي په توګه یې ټاکلي دي. د نوموړي پرځای د لغمان مخکینی والي شیخ سیراحمد حقاني د اطلاعاتو او فرهنګ د نوي وزیر په توګه ټاکل شوی.
دغه راز په نویو ګومارنو کې د میدان وردګ ولایت مخکینی والي قاري محمد بختیار معاذ د لغمان ولایت د والي په توګه، د۳۱۳ مرکزي قول اردو مخکینی مرستیال ملا محمد حافظ مجاهد د فراه والي په توګه، د فراه ولایت مخکینی والي مولوي غوث الدین رهبرد ۳۱۳ مرکزي قول اردو د مرستیال په توګه ټاکل شوي دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، په نویو ګومارنو او تبدیلیو کې د ۲۰۵ البدر قول اردو اړوند دویمې پلې لوا مخکینی قوماندان قاري محمد نسیم عزت د جوزجان د مرستیال په توګه، د کابل ښار درېیمې امنیتي حوزې مخکینی امر شیر علي جند ﷲ د پکتیا ولایت د امنیه قوماندان په توګه، د ۲۰۹ الفتح قول اردو لومړۍ پلې لوا مخکینی قوماندان ملا عبدالشکور بریالی د ۲۰۵ البدر قول اردو د دویمې پلي لوا د قوماندان په توګه ګومارل شوي.
دغه راز د جوزجان ولایت مخکینی مرستیال مولوي نورالدین د ۲۰۹ الفتح قول اردو لومړۍ پلې لوا قوماندان په توګه او د پکتیا ولایت د طالبانو مخکینی امنیه قوماندان مولوي محمد عمر مخلص د کابل ښار درېیمې حوزې د امر په توګه ټاکل شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې له کونړ څخه د وروستيو معلوماتو پربنسټ د زلزلې له کبله ۸۰۰ کسان مړه او ۲۵۰۰ نور ټپیان شوي دي؛ خو دغه شمېر لا وروستی نهدی.
هغه وایي، له دې ډلې په ننګرهار کې ۱۲ کسان مړه او ۲۵۵ نور ټپیان شوي، په لغمان او نورستان کې ۶۴ کسان ټپیان شوي او په پنجشېر ولایت کې یوازې پنځه د استوګنې کورونه ویجاړ شوي چې مرګ ژوبله نهلري.
نوموړي ویلي، چې د پېښې ځای ته د دوی د کابینې څو وزیران او ټیمونه د بېړنیو مرستو لپاره رسېدلي دي. هغه زیاته کړې، چې له زیانمنو سره د مرستې لپاره زر لکه افغانۍ ځانګړې شوې دي؛ خو ټول باید مرستې ته راودانګي.
د نوموړي په خبره؛ د طالبانو مشرتابه ټولو ادارو ته سپارښتنه کړې، چې له ځنډ پرته سیمې ته ځانونه ورسوي او د مړو د تدفین او د ټپیانو د درملنې په برخه کې له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي.
د طالبانو ویاند وايي، چې د پېښې شمېره هره شېبه بدلېدای شي؛ ځکه چې په ټکو یې لاهم ځینې ډلې د پېښې ځای ته لاسرسی نهلري.
مجاهد وايي، په کونړ کې ځینې کلي په بشپړ ډول لهمنځه تللي او وخت ناوخت له دغه ځایه دوی ته وروستۍ شمېرې رارسېږي چې له رسنیو سره به یې شریکې کړي.
هغه همدا راز پر نړۍوالو مرستندویه بنسټونو غږ وکړ، چې په افغانستان کې اوس د دوی لپاره له امنیتي اړخه ستونزه نشته؛ نو په کاره ده چې د دغه لوی بشري ناروین په مهارولو کې له دوی سره مرسته وکړي.