لاوروف: د روسیې او اوکراین د خبرو د دوام تمه لرو

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وایي، چې د روسیې او اوکراین پلاوي له یو بل سره مستقیمې اړیکې لري او مسکو تمه لري، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ خبرې دوام وکړي.
هغه زیاته کړې، چې روسیه غواړي د اوکراین په اړه د امریکا د خبرو اترو په ملاتړ کې د نړۍوالو شریکانو دریځ څرګند شي.
لاوروف ټینګار وکړ، چې په اوکراین کې د اوږدمهاله سولې د ټینګښت لپاره باید «ځمکني واقعیتونه» په رسمیت وپېژندل شي.