• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
د می دویمه

طالبان وایي، د زلزله‌ځپلو د ژغورنې په موخه یې په درېیو ورځو کې ۱۸۵ الوتنې کړې دي

۱۲ وږی ۱۴۰۴ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۴۱ GMT+۱

د طالبانو د دفاع وزارت وایي، چې د هېواد په ختیځو ولایتونو کې د وروستیو زلزلو له امله د خلکو د ژغورنې او مرستې په موخه د هوایي ځواک له لوري په درېیو ورځو کې په ۱۸۵ الوتنو سره ۲۰۶۰تنه زیانمن شوي کسان او شاوخوا ۲۳,۱۰۰کیلوګرامه درمل او خوراکي توکي لېږدولي دي.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، د مرستو او لېږد بهیر د کونړ، ننګرهار او کابل تر منځ ترسره شوي دي. په ټوله کې د درېیو ورځو په ترڅ کې ۱۸۵الوتنې شوې دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د لومړۍ ورځې په ترڅ کې ۸۳الوتنې شوې چې پکې ۱۰۰۰تنه زیانمن وګړي کابل ته لېږدول شوي دي.

همداراز د دویمې ورځې په ترڅ کې ټولټال۷۲الوتنې شوې او د راپور له مخې ۳۶۱تنه ټپیان، ۵۴۰تنه د ټپیانو خپلوان، د مرستندویه ځواکونو غړي او ورسره یوځای شاوخوا ۱۰زره کیلوګرامه تجهیزات انتقال شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د درېیمې ورځې په ترڅ کې ۳۰الوتنې شوې، چې په ترڅ کې یې ۱۱تنه ټپیان، ۱۴۸تنه د ټپیانو خپلوان او د ژغورنې ډلې له ۱۳,۱۰۰کیلوګرامه درملو او خوراکي توکو سره یوځای کونړ ولایت ته لېږدول شوي دي.

د طالبانو د دفاع وزارت زیاتوي، چې د یادو عملیاتو په ترڅ کې ټولټال ۲۰۶۰تنه وګړي او له ۲۳زره کیلوګرامو ډېر توکي د هوایي ځواکونو په مرسته اړوندو روغتیایي مرکزونو ته رسېدلي دي.

‏د طالبانو د دفاع وزارت په داسې حال کې د چورلکو د الوتنو په اړه معلومات خپروي، چې تېره ورځ د کونړ یو شمېر اوسېدونکو په چورلکو کې د طالبانو د مشرانو پر سفرونو نیوکه کړې وه او ویل یې چې دغه چورلکې دې د ټپیانو د انتقال لپاره وکارېږي.

د ځایي سرچینو په وینا، د طالبانو هر چارواکی چې زلزله‌ځپلو سیمو ته ځي، چورلکې ورته په تمه وي او دا د ټپیانو د لېږد چاره ټکنۍ کوي.

د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر د ویډيوګانو له مخې، د طالبانو د عامې روغتیا وزیر جلال جلالي، د کلیو بیارغونې وزیر ملا محمد یونس اخوند، د ښار جوړونې وزیر نجیب الله حیات ترڅنګ ددې ډلې د ننګرهار والي محمد نعیم اخوند په یوه نظامي چورلکه کې انتقال شوي دي.

د دوی د معلوماتو له مخې، دې چورلکې څلور ساعته په کونړ کې تېر کړي دي او د ویډیو پر اساس یوازې د طالبانو یاد چارواکي له چورلکو راښکته کېږي.

ډېر لیدل شوي

د ایران او طالبانو یارانه؛ ستراتیژیک شراکت که له یو او بله ابزاري استفاده؟
۱
ځانګړی

د ایران او طالبانو یارانه؛ ستراتیژیک شراکت که له یو او بله ابزاري استفاده؟

۲

سرچینې: طالبانو عمار یاسر ته پر هبت الله د وروستیو نیوکو له امله توصیه کړې ده

۳

د جرمونو نړیوالې محکمې له لوري د نیولو حکمونه؛ څلور طالب چارواکي څوک او پر څه تورن دي؟

۴

د پاکستان استازي په افغانستان کې پر وسله والو د بریدونو د دوام خبر ور کړی

۵

فوزیه کوفي: د افغانانو له ګډون پرته د مسکو فارمټ ناسته مشروعیت نه‌لري