پر غزې د اسراییلي پوځ په بریدونو کې تر ۱۰۰ ډېر فلسطینیان وژل شوي دي

د غزې روغتیا وزارت وایي، چې د سې‌شنبې له سهار راهیسې پر غزې د اسراییل په بریدونو کې لږترلږه ۱۰۵ فلسطینیان وژل شوي دي. په وژل شویو کسانو کې مرستو ته په تمه ۳۲ کسان هم شامل دي.