په اسراییل کې د امریکا سفیر په لوېدیځه غاړه کې د اقتصادي ناورین په اړه اندېښنه څرګنده کړه

په اسراییل کې د امریکا سفیر مایک هاکبي د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، نوموړی وېرېږي چې په لوېدیځه غاړه کې اقتصادي ناورین د تاوتریخوالي د زیاتېدو لامل وګرځي.
په اسراییل کې د امریکا سفیر مایک هاکبي د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، نوموړی وېرېږي چې په لوېدیځه غاړه کې اقتصادي ناورین د تاوتریخوالي د زیاتېدو لامل وګرځي.
نوموړي زیاته کړه: «که د فلسطین اقتصاد په بشپړه توګه سقوط وکړي، دا به د هېچا په ګټه نه وي. دغه وضعیت به د کړکېچ او مایوسۍ د زیاتېدو لامل شي. مایوس خلک بیا په ناامیدو کارونو لاس پورې کوي.»
په اسراییل کې د امریکا سفیر همداراز وویل، چې له اسراییلي او فلسطیني چارواکو سره یې د فلسطین د مالي سرچینو د ازادولو، د فلسطیني بانکونو پر وړاندې د ګواښ د رفع کولو او د اقتصادي ناورین د ګواښ د کمولو په اړه یې خبرې کړې دي.
د هاکبي په وینا: «دا ډېره مهمه ده چې دې موضوع ته حل لاره پیدا شي. ډېره اندېښنه شته چې دغه وضعیت به پر کاروبارونو، بانکونو او عادي خلکو لکه ښوونکو او ټکسي چلوونکو څه اغېز ولري او هغوی به څومره وکولی شي خپلې تنخواوې ترلاسه کړي.»