په کورمه کې پر یوه مساپر وړونکي موټر برید کې ۷ کسان وژل شوي دي

د خیبر پښتونخوا په کورمه کې پر یوه مساپر وړونکي موټر د ناپېژانده وسله‌والو په برید کې ۷ کسان وژل شوي دي. پېښه د کورمې په املکوټ سیمه کې شوې، چې دغه سیمه تر دې وړاندې هم د فرقه‌یي تاوتریخوالي شاهده پاتې شوې ده.