پاکستاني پولیسو څو افغانان د جرمني ملاتړلیکونو د لرلو سربېره ونیول

پاکستاني پولیسو د جرمني حکومت او اسلاماباد د پخوانۍ شوې هوکړې سربېره، یو شمېر هغه افغانان چې د جرمني لهخوا منل شوي او دغه هېواد ته د لېږد په تمه وو؛ نیولي دي. د پاکستاني پولیسو یوه ویاند ویلي، چې د دوو ماشومانو په ګډون ۸ کسان د اسلاماباد په یوه مېلمستون کې نیول شوي دي.