متحده عرب امارات د ننګرهار هوایي ډګر له لارې زلزله ځپلو ته مرستې استوي

د ننګرهار سیمهییز چارواکي وایي، ټاکل شوې د متحده عربي امارات اړوند یو شمېر الوتکې د افغانستان د ختیزو ولایتونو زلزلهځپلو ته د بشري مرستو کڅوړې ولېږدوي.
د ننګرهار ولایت مقام په ایکس لیکلي، چې په همدې موخه د ننګرهار مرستیال والي مولوي عزیزالله مصطفی د اماراتو د ژغورنې او مرستو څانګې له مسوولینو سره یوځای د دغه ولایت هوايي ډګر وکوت، څو د اماراتي الوتکو د ناستې امکانات وارزول شي.
