په خیبر پښتونخوا کې د بارانونو له امله څلور کسان مړه شوي دي

د سې‌شنبې په ورځ د خیبر پښتونخوا په ګڼو سیمو کې د سختو بارانونو له امله څلور کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي دي. له بلې خوا د پېښور په ګڼو سیمو کې هم سېلابونه راوتلي دي.