اروپايي ټولنه: د چین، روسیې، ایران او شمالي کوریا مشران نړیوال نظم ننګوي

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ او امنیتي تګلارې جګپوړې استازې کایا کلاوس د چارشنبې په ورځ وویل چې د چین، روسیې، ایران او شمالي کوریا مشران چې په بېجينګ کې د پوځي پرېډ پر مهال یو ځای راښکاره شول، د «استبدادي ایتلاف» استازیتوب کوي، چې د اصولو پر بنسټ د نړیوال نظم پر وړاندې ننګونه ده.