طالبان وايي د زلزلې د قربانیانو شمېر ۲۲۰۵ تنو ته لوړ شوی

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت اعلان وکړ، چې په کونړ کې د نړېدلو کورونو د پلټنې پر مهال د مړو شمېر ډېر شوی او د قربانیانو ټول شمېر ۲۲۰۵ تنو او د ټپیانو شمېر ۳۶۴۰ ته لوړ شوی دی. فطرت وایي، د ژغورنې او پلټنې هڅې لا هم دوام لري.
هغه زیاتوي چې په بېلابېلو سيمو کي خلکو ته خيمې نصب شوې او د لومړنيو او عاجلو مرستو انتقال په منظم شکل جريان لري.
