اېرلېنډ د افغانستان زلزلهځپلو سره ۵۰۰زره یورو مرسته اعلان کړه

د افغانستان په ختیځ کې د کونړ زلزلهځپلو سره د هېوادونو د مرستو په لړ کې، د اېرلېنډ حکومت اعلان کړی چې د دغې زلزلې له زیانمنشویو کسانو سره ۵۰۰ زره یورو مرسته کوي.

د افغانستان په ختیځ کې د کونړ زلزلهځپلو سره د هېوادونو د مرستو په لړ کې، د اېرلېنډ حکومت اعلان کړی چې د دغې زلزلې له زیانمنشویو کسانو سره ۵۰۰ زره یورو مرسته کوي.
«کیلېکني پیپل» ورځپاڼې پنجشنبه (د وږي ۱۲مه) راپور ورکړی، چې دغه مرسته به د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنو نړۍوال فدراسیون له لارې زلزلهځپلو ته د خوړو، اوبو، روغتیایي خدمتونو او نورو بېړنیو اړتیاوو د برابروېدو په موخه ورکړل شي.
د تېرې یکشنبې پر ورځ د رېښتر په کچه ۶ درجې زلزلې د افغانستان یو شمېر سیمې په ځانګړې توګه کونړ، ننګرهار او لغمان ولړزول. د طالبانو د معلوماتو لهمخې؛ تر اوسه د دغه زلزلې له امله د مړو شمېر یو زرو ۴۵۷ ته رسېدلی دی.
د اېرلېنډ چارواکو ویلي، چې د غرنیو او لرو پرتو سیمو له امله د مرستو رسول ستونزمن دي او د نړۍوالې ټولنې همکارۍ ته بېړنۍ اړتیا ده.
اېرلېنډ تر دې مخکې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو صندوق ته ۳ مېلیونه یورو او په ګاونډیو هېوادونو کې له افغان کډوالو سره د مرستې پروګرام ته ۱ مېلیون یورو مرسته کړې وه.