تازه خبر

په افغانستان کې د رېښتر په کچه ۶.۱ درجې زلزله شوې او مرکز یې د کونړ نورګل ولسوالۍ ښودل شوې

د اروپا د زلزلې پېژندنې مرکز اعلان وکړ، چې افغانستان د ۶.۱ درجې زلزلې ولړزاوه. د لومړنیو راپورونو پر بنسټ، ددې زلزلې مرکز د کونړ ولایت نورګل ولسوالۍ ښودل شوې.

ویل کېږي، چې د دې زلزلې ټکانونه پر کونړ سربېره په کابل، لوګر، پکتیا، خوست، وزیرستان، پښتونخوا، ننګرهار، لغمان، بغلان، کندوز، غزني، اسلام‌اباد او نېږدې پرتو سیمو کې هم احساس شوې ده.