د هوا پوهنې ادارې سبا د افغانستان په ۷ ولایتونو کې د باران او سیلابونو راوتلو اټکل کړی

د طالبانو د هوا پوهنې ادارې د افغانستان په ۷ ولایتونو کې د سختو ورښتونو، بادونو، خاورو او دوړو او سیلابونو راوتلو اټکل کړی دی. یادې ادارې زیاته کړې، چې ښايي په کونړ، لغمان، ننګرهار، پنجشیر، نورستان، لوګر او پکتیا ولایتونو کې باران ووریږي او سیلابونه راووځي.