سیمه ییزې سرچینې: د کونړ په نرنګ او څوکۍ ولسوالیو کې تازه زلزلې کورونه نړولي دي

له کونړ څخه یو شمېر سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته تایید کړه، چې څو شېبې وړاندې شوې زلزلې په نرنګ او څوکۍ ولسوالیو کې یو شمېر کورونه نړولي دي. تر اوسه د مرګژوبلې کره شمېرې څرګندې نه دي.
ویل کېږي، چې د دې زلزلې ټکانونه پر کونړ سربېره په کابل، لوګر، پکتیا، خوست، وزیرستان، پښتونخوا، ننګرهار، لغمان، بغلان، کندوز، غزني، اسلاماباد او نېږدې پرتو سیمو کې هم احساس شوې ده.