په پروان ولایت کې د یوه موټر د چپه کېدو له امله یو کس مړ شوی او درې نور ټپيان دي

د پروان ولایت د سالنګ ولسوالۍ په بابا شنګول کلي کې د یوه موټر د چپه کېدو له امله یو کس مړ شوی او درې نور ټپيان دي.
په پروان ولایت کې د طالبانو امنیتي مسوولینو د پنجشنبې په ورځ (د وږي ۱۳مه) د دې پېښې لامل د موټرچلونکي بې احتیاطي ښودلې او زیاته کړې یې ده، چې ټپيان د پروان ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.