ټرمپ د امریکا د دفاع وزارت نوم «د جګړې وزارت» ته اړوي

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ به نن د یوه اجراییوي فرمان په لاسلیکولو سره د دغه هېواد د دفاع وزارت نوم «د جګړې وزارت» ته واړوي؛ دا اقدام د یاد نظامي بنسټ تاریخي نوم بېرته راګرځول ګڼل کېږي.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ به نن د یوه اجراییوي فرمان په لاسلیکولو سره د دغه هېواد د دفاع وزارت نوم «د جګړې وزارت» ته واړوي؛ دا اقدام د یاد نظامي بنسټ تاریخي نوم بېرته راګرځول ګڼل کېږي.
د فاکس نیوز د راپور له مخې، ټرمپ او د هغه دفاع وزیر په تېرو څو اوونیو کې څو ځلې د دې بدلون د غوښتنې خبره کړې وه.
د سپینې ماڼۍ د چارواکو په خبره، دا پرېکړه په پنټاګون کې د ټرمپ د ادارې د «جګړهییز روحیې» د کمپاین یوه برخه ده.
د رسمي سند له مخې، یاد اجرايیوي فرمان دا ټاکي چې د «جګړې وزارت» اصطلاح د دفاع وزارت له نوم سره یو ځای وکارول شي او د هګېسټ د خطاب لپاره د «وزیر جګړې» اصطلاح وکارول شي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د والسټریټ ژورنال ورځپاڼې د سپینې ماڼۍ د یوه چارواکي له قوله راپور ورکړی و، چې د امریکا حکومت اراده لري چې د یوې طرحې په وړاندې کولو سره د دغه هېواد د دفاع وزارت نوم «د جګړې وزارت» ته واړوي. دا نوم وروستی ځل په ۱۹۴۷ کال کې کارول شوی و.
ټرمپ د دفاع وزارت د نوم په اړه د خپلې پرېکړې په اړه ویلي، چې د دې وزارت اوسنی نوم په کافي اندازه تهاجمي «تېری کوونکی» نه دی.
د امریکا دفاع وزیر هم د وږي پر څلورمه د خپل هېواد د کابینې په غونډه کې ویلي، چې د دې وزارت نوم «ډېر مناسب نه ښکاري.»