په سریلانکا کې د بس د ټکر له امله ۱۵ مساپر مړه او ۱۶ نور ټپيان شوي دي

په سریلانکا کې د بس د ټکر له امله ۱۵ مساپر مړه او ۱۶ نور ټپيان شوي دي. په ټپیانو کې ۵ یې ماشومان دي. دغه بس د سریلانکا ویلووایا ښار ته نږدې په یوه غرنۍ سیمه کې ټکر شوی، چې له پلازمېنې کولمبو څخه ۲۸۰ کیلومتره لرې پرته ده.