د پاکستان په پنجاب او سند ایالتونو کې د سېلابونو له امله د مړو شمېر ۸۸۴ ته ورسېد

د پاکستان په پنجاب او سند ایالتونو کې د وروستیو سېلابونو له امله د مړو شمېر ۸۸۴ ته رسېدلی، ۴زره کلي تر اوبو لاندې شوي او نږدې ۸۰۰زره خلک بېځایه شوي دي.
د پاکستان په پنجاب او سند ایالتونو کې د وروستیو سېلابونو له امله د مړو شمېر ۸۸۴ ته رسېدلی، ۴زره کلي تر اوبو لاندې شوي او نږدې ۸۰۰زره خلک بېځایه شوي دي.
د راپورونو له مخې؛ دا مهال ملتان تر ټول ډېر د سېلابونو له ګواښ سره مخ دی. پاکستاني چارواکي د ملتان د ژغورولو لپاره د چناب نومي اوبو بند ماتولو په اړه فکر کوي، چې اوبه بلې خوا ته مخه کړي.
پاکستاني چارواکي وايي، چې د هند لهخوا د راخوشې شویو اوبو له امله دغه سېلابونه نور هم پياوړي شوي دي. چارواکي زیاتوي، چې راتلونکي ۲۴ ساعتونه د ملتان لپاره ډېر ګواښونکي دي.