د حماس یوه پلاوي په قطر کې له عباس عراقچي سره وکتل

د حماس ډلې یو پلاوي د پنجشنبې ماښام په قطر کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره لیدلي دي. په دغه لېدنه کې د حماس ډلې غوښتي، چې نړۍ باید د فلسطینيانو لپاره د بېړنیو بشري مرستو د لېږلو، د نسل‌وژنې او د جګړې د ختمولو په برخه کې یو موټی شي.