اسراييلي پوځ وايي، چې د غزې ښار ۴۰ سلنه برخه یې نیولې ده

اسراييلي پوځ ویلي، چې د غزې ښار ۴۰ سلنه برخه یې نیولې او عملیات به نور هم پراخ کړي. د اسراییل دغه عملیاتو سره هممهاله په غزه کې ګڼ خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي. د غزې روغتیايي چارواکي وايي، په دغه چاڼیزو عملیاتو کې یوازې د پنجشنبې په ورځ لږ تر لږه ۵۳ کسان وژل شوي دي.