د ملګرو ملتونو د هواپېژندنې څېړنيز راپور: ځنګلي اورونه او د تودوخې ډېروالی هوا ککړوي

د ملګرو ملتونو د هواپېژندنې سازمان (WMO) څېړنیز راپور کې راغلي، چې له تېر کال راهیسې د اقلیمي بدلون او تودوخې ډېرېدو له امله هوا ککړه شوې ده. د دغه څېړنیز راپور له مخې؛ لکه څنګه چې نړۍواله تودوخه د هوا د پېښو بڼې بدلوي، دغه ډول اورلګېدنه هم وسره ډېره شوې ده.
دارنګه د سون توکو، ټرانسپورټ او کرنیزو ځمکو د سوځېدو له امله هم د ککړې هوا ذرات ډېرېږي. د ملګرو ملتونو د هواپېژندنې سرمنشي مرستیال کوبارټ وویل، چې ځنګلي اورونه او د تودوخې ډېرېدل د هوا د ککړتیا لوی لاملونه دي.