د برېتانیا پولیسو لسګونه فلسطین پلوي معترضین نیولي دي

د برېتانیا پارلمان ته نږدې د شنبې په ورځ سلګونه کسانو د «فلسطین لپاره د اقدام» ډلې پر بندیزونو د اعتراض لپاره لاریون وکړ، خو پولیسو لسګونه معترضین ونیول. د برېتانیا حکومت په دې وروستیو کې د «فلسطین لپاره د اقدام» د ډلې فعالیت د یوه ترهګریز سازمان په توګه منع اعلان کړی دی.