سلام حنفي وایي د سیمې هېوادونه باید له طالبانو سره د متقابلو اړیکو له‌مخې همکاري‌ وکړي

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال عبد‌السلام حنفي وایي،‌ د سیمې هېوادونه او ګاونډیان باید له دغې ډلې سره د متقابلو اړیکو له‌مخې همکارۍ وکړي. د نوموړي په وینا، له ګاونډیانو او د سیمې هېوادونو سره فرهنګي، ټولنیز او ژبني مشترکات لري.

هغه دا څرګندونې نن په کابل کې یوې غونډې ته کړي دي.