د کونړ ناورین

یو الماني خیریه سازمان: د ختیځ افغانستان ټولو زلزله‌ځپلو کلیو ته لاسرسی ممکن نه دی

د المان د بشر دوستانه سازمان «یوهانېټر» اعلان کړی، چې په کونړ ولایت کې به دوه ګرځنده کلینیکونه جوړ کړي او په ورځ کې به یې د شاوخوا ۲۰۰ زلزله‌ځپلو درملنه وکړي. دغه سازمان ټینګار کړی، چې لا هم د کونړ او ننګرهار ټولو زیانمنو کلیو ته لاسرسی ممکن نه دی.