د لبنان کابینې د حزبالله د بېوسلې کولو لپاره د پوځي پلان هرکلی وکړ

د لبنان کابینې د جمعې په ورځ د پوځ د هغه پلان هرکلی کړی چې له مخې به یې د حزبالله وسلهواله ډله بېوسلې کېږي. چارواکو ویلي چې پوځ به ډېر ژر دغه پلان عملي کړي، خو کوم څرګند مهالوېش او نېټه یې په ډاګه نه کړه.