نايجل فراج: په ټاکنو کې د بریا په صورت کې به افغانې پناه غوښتونکې له هېواده وشړم

د برېتانیا د ښي‌اړخ افراطي ګوند مشر نايجل فراج له «سکای نیوز» سره په مرکه کې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د افغان پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو په اړه خپله تګلاره روښانه کړه. هغه وویل، په راتلونکو ټاکنو کې د بریا په صورت کې به افغانې پناه غوښتونکې له دې هېواده وشړي.