د پاکستان په ملتان کې د یوې کښتۍ د چپهکېدو له امله ۵ کسان مړه شوي

رویټرز خبري اژانس د پاکستان د طبيعي پېښو د مدیریت ادارې په حواله ویلي، د سوېلي پنجاب ملتان ولسوالۍ کې د سېلابځپلو خلکو د ژغورنې پر مهال د یوې کښتۍ چپه کېدو له امله لږترلږه پنځه کسان مړه شوي دي.