• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له خامنه‌‌یي سره د پزشکیان ژمنه: چین او روسیه په ایران کې پانګونه کوي

۱۶ وږی ۱۴۰۴ - ۷ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۵۵ GMT+۱

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان له علي خامنه‌يي سره په خبرو کې ویلي، چې ټاکل شوې ده روسیه او چین په ايران کې اقتصادي پانګونه وکړي او ترکيې هم ژمنه کړې، چې له ايران سره به اقتصادي راکړې ورکړې زياتې کړي.

پزشکیان د یکشنبې په ورځ د حکومت د وزیرانو د لیدنې په غونډه کې له خامنه‌‌یي سره د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د خپلې دوه ساعته ناستې یادونه وکړه چې د شانګهای په غونډه کې په چین کې ترسره شوې وه.
هغه وویل: «پوتین خپل ټیم ته لارښوونه وکړه چې ایران ته لاړ شي، ستونزې هوارې کړي او پانګونې ترسره کړو.»
پزشکیان د خپلو خبرو په دوام کې د چین او ترکیې له لوري په ایران کې د پانګونې خبر ورکړ او زیاته یې کړه: «زموږ هوکړې له دغو دواړو هېوادونو سره هم روانې دي.»
هغه تایید کړه، چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم خپل اقتصادي ټیم ته امر کړی، چې له ترکیې ایران ته لاړ شي او په یوه ناسته کې د ایران او ترکیې مبادلات له اته میلیارد ډالرو څخه ۳۰ میلیارد ډالرو ته ورسوي.
پزشکیان دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د ایران اقتصادي وضعیت په ځانګړي ډول له اسراییل سره تر جګړې وروسته او د درېیو اروپايي هېوادونو له لوري د ماشه مېکانېزم له پيل سره سخت بحراني شوی دی.

ډېر لیدل شوي

پخوانی افغان سرتیری؛د افغان پوځ سقوط باید یوازې د ۲۰۲۱ کال د پوځي پېښو له مخې ونه ارزول شي
۱

پخوانی افغان سرتیری؛د افغان پوځ سقوط باید یوازې د ۲۰۲۱ کال د پوځي پېښو له مخې ونه ارزول شي

۲

متحده جبهه وايي په کندهار کې یې د طالبانو د امر بالمعروف یو محتسب وژلی

۳

راپور :پاکستان له افغانستان سره د سوداګریزو لارو د بیا پرانیستو پرېکړه کوي

۴
ځانګړی

خوشحال خان کاکړ: پاکستان بايد په افغانستان کې له لاسوهنو ډډه وکړي

۵
ځانګړی

د خوست ۴۴ کورنیو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال نبي عمري د ځمکو په غصب تورن کړی