طالبان وايي د افغانستان او ايران ترمنځ د ورېښمو پله لاره پرانیستل شوه

د طالبانو د نیمروز ولایت مقام رسنیز دفتر یک‌شنبه (وږي ۱۶مه) لیکلي چې په دغه ولایت کې د افغانستان او ايران ترمنځ د ورېښمو پله لاره د هر ډول تګ‌راتګ لپاره پرانیستل شوه. دا لاره یوه اوونۍ مخکې د ایراني حکومت له‌خوا بنده شوې وه.

په اعلامیه کې راغلي چې یاده لاره د طالبانو او ایراني چارواکو د خبرو په پایله کې پرانیستل شوه.