پر اوکراین د روسیې هوايي برید؛ ۸ کسان ټپيان شوي او په استوګنیزو ودانیو کې اور لګېدلی

نړۍوالې رسنۍ وايي چې روسیې د اوکراین پر پلازمېنه کیف ښار د بېپیلوټه الوتکې برید کړی او د یوې امېندوارې مور په ګډون یې ۸ کسان ټپیان کړي او ښار په ختیځه څنډه کې اور هم لګېدلی دی.