په ناروې کې د افغانستان له زلزلهځپلو سره د خواخوږۍ په مناسبت غونډه جوړه شوه

په ناروې کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت ویلي چې په دغه سفارت کې د هېواد په ختیځو ولایتونو کې له زلزلهځپلو خلکو سره د خواخوږۍ په مناسبت غونډه جوړه شوه. د طالبانو په وینا، په دې مراسمو کې د څو هېوادونو سفیرانو، ډېپلوماټانو او استازو ګډون وکړ.
د غونډې ګډونوالو د خواخوږۍ ترڅنګ ژمنه وکړه چې د زلزلهځپلو لپاره به د خپلو هېوادونو مرستې راجلب کړي.