د تخار په خواجه بهاءالدین ولسوالۍ کې لویه اورلګېدنه رامنځته شوې

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د تخار ولایت د خواجه بها‌‌‌ءالدین ولسوالۍ په بازار کې لويه اورلګیدنه رامنځته شوې ده. د راپورونو له‌مخې، دغه اور تېره شپه شاوخوا دوه ساعته دوام وکړ او خلکو او سوداګرو ته يې ستر مالي زیانونه اړولي دي.