جیوپولیټیک تاوتریخوالی؛ د جاپان او سویلي کوریا دفاع وزیران تر یوې لسیزې وروسته ناسته کوي

د سویلي کوریا دفاع وزارت خبر ورکړی، چې د دوی او جاپان دفاع وزیر به د دوشنبې په ورځ په دغه هېواد کې رسمي خبرې اترې وکړي. دا تر یوې لسیزې وروسته لومړی ځل دی، چې د جاپان دفاع وزیر په رسمي توګه سویلي کوریا ته سفر کوي.
