پاکستان کې د کابینې د غړو او لوړپوړو حکومتي چارواکو ټلېفوني اړیکې افشا شوي

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي، د دغه هېواد د مخابراتي اړیکو ادارې سره یې خبرې کړې؛ څو د هغو کسانو پر وړاندې جدي اقدامات وشي، چې د کابینې د غړو او لوړ پوړو حکومتي چارواکو ټلېفوني اړیکې یې رسوا کړې دي.
