په نیپال کې پر ټولنیزو رسنیو د بندیز خلاف لاریون کې لس تنه ووژل شول

د نیپال په پلازمېنه کټمنډو کې د دوشنبې په ورځ لږ تر لږه لس لاریون کوونکي هغه مهال ووژل شول، چې پولیسو پر ټولنیزو رسنیو د بندیز پر ضد د لاریون ماتولو لپاره پر لاریونوالو ربړي مرمۍ، اوښلن ګاز او اوبه وکارولې.
