د روسیې – اوکراین کړکېچ؛ د اروپايي ټولنې مشران واشنګټن ته ځي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ ویلي، د اروپايي ټولنې ځینې مشران به په جلا، جلا ډول د راتلونکې دوشنبې او سېشنبې په ورځو کې واشنګټن ته سفرونه وکړي. هغه وایي، د دغه سفرونو موخه د روسیې-اوکراین پر کړکېچ او د جګړې پر پای ته رسولو خبرې اترې دي.
