د بېړني وضعیت اعلان؛ د پاکستان په ملتان کې د بند ماتېدو له امله لسګونه کلي اوبو لاندې کړي

د پاکستان د پنجاب ایالت د ملتان ښار چارواکو خبر ورکړی، چې د چناب سیند د اوبو کچې لوړوالي له امله په جلال پور پیرواله کې ځايي بند درزونه کړي او له امله یې لسګونه کلي تر اوبو لاندې شوي دي.
