په مکسیکو کې د ټرافیکي پېښې له کبله ۱۰ کسه مړه او ۶۱ نور ټپیان شوي دي

په مکسیکو کې د بار وړونکي اورګاډي او د یوه مساپر وړونکي بس د ټکر له امله لس کسه مړه او ۶۱ نور ټپیان شوي دي. ځايي چارواکي وایي، یاده مرګونې پېښه د مکسیکو د پلازمېنې شمال لوېدیځ ته د اتلاکومولکو پر لویه لاره شوې ده.
د روغتیايي چارواکو په خبره؛ د ځینو ټپیانو روغتیایي وضعیت نازک دی.