طالبانو په کونړ کې د ۵ خیریه بنسټونو فعالیتونه او کاري جوازونه وارزول

په کونړ ولایت کې د طالبانو د عدلیې ریاست ویلي، چې د دغه ریاست یوه پلاوي تېره اوونۍ په اسعداباد ښار کې د پنځو خیریه بنسټونو فعالیتونه او کاري جوازونه ارزولي دي.
د دغه ریاست لهخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې د دغه خیریه بنسټونو په اړه نور جزییات نهدي ورکړل شوي.