په شمالي وزیرستان کې د یو لړ عملیاتو پرمهال ۸ وسله‌وال وژل شوي دي

د خیبر پښتونخوا د شمالي وزیرستان په دته خېلو سیمو کې د یو لړ پوځي عملیاتو پرمهال اته وسله‌وال چې د تحریک طالبان پاکستان ځینې قوماندان هم په‌کې شامل دي، وژل شوي دي.

د پاکستان اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼې د خپلو سرچینو په حواله لیکلي، چې لاهم په سیمه کې لسګونه وسله‌وال پټ دي او د سیمې خلک د ډال په توګه کاروي. د راپور له مخې؛ په سیمه کې چاڼیز عملیات روان دي.