بنیامین نتنیاهو: که قطر او نور هېوادونه ترهګر و نه باسي، اسراییل به اقدام وکړي

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو قطر او هغو نورو هېوادونو ته چې د ده په وینا «ترهګرو ته پناه ورکوي» خبرداری ورکړی او ویلي یې دي: «یا یې وباسئ او یا یې عدالت ته وسپارئ، ځکه که تاسې دا کار و نه کړئ، موږ به یې وکړو.»
