د ایران په شېراز کې د افغان کډوالو فرهنګي نندارتون جوړ شو

د ایران په شېراز کې د افغان کډوالو فرهنګي نندارتون جوړ شو. په دغه نندارتون کې د افغانستان په استازیتوب اته غرفې اېښودل شوې وې، چې پهکې بېلابېل فرهنګي او کتلوري توکي نندارې ته اېښودل شوي وو.

د ایران په شېراز کې د افغان کډوالو فرهنګي نندارتون جوړ شو. په دغه نندارتون کې د افغانستان په استازیتوب اته غرفې اېښودل شوې وې، چې پهکې بېلابېل فرهنګي او کتلوري توکي نندارې ته اېښودل شوي وو.
د ایرانۍ رسنۍ اېراف د راپور له مخې؛ له دغه نندارتون څخه ګڼو شیعه او سني دیني عالمانو، فرهنګیانو، هنرمندانو، ورزشکارانو او په ایران کې مېشتو افغانانو او ایرانیانو لیدنه کړې ده.
د نندارتون جوړوونکي وايي، دغه ډول ګډ فرهنګي پروګرامونه کولای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په ښه والي کې مثبت رول ولوبوي.

په کندهار کې د طالبانو د امر بالمعروف ریاست په تازه پرېکړه کې د ممثلینو له خوا په ټولنیزو رسنیو کې د تمثیلي ویډیوګانو جوړول او خپرول منع اعلان شوي دي. دغه پرېکړه د کندهار پر هغو ګڼو ځوانانو مستقیم اغېز لري چې د ژوند اساسي عاید یې له همدې لارې ترلاسه کېده.
دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو څو کلونو کې د کندهار ګڼ شمېر ځوانانو د ټولنې مثبت او منفي اړخونه په تمثیلي بڼه نندارې ته وړاندې کول.
یادو ځوانانو به د طنز او خندا له لارې د ټولنیزو ستونزو ښودنه کوله او د خلکو د خندا ترڅنګ یې د بدو دودونو پر وړاندې د خلکو پام را اړاوه، خو اوس د امربالمعروف د نوې پرېکړې له مخې دا دروازه هم ورباندې وتړل شوه.
د عطاالله زر او سمعالله چنار په نوم دوه مشهور وروڼه چې د کندهار د تمثیل په ډګر کې ډېر پېژندل شوي دي، په خپلو ټولنیزو پاڼو کې اعلان کړی چې د امربالمعروف ریاست له خوا یې پر فعالیت بندیز لګول شوی.
دوی لیکلي: «خدای پامان ـ د زر چنار د یوټیوب او فېسبوک پاڼو قدرمنو لیدونکو! نور له نن، د ۲۰۲۵ کال د سپتمبر په ۹مه نېټه موږ او تاسې د میډیا پر مخ خدای پامان یو. د امربالمعروف د قانون د دوهویشتمې مادې پر اساس، له هر ډول ویډیويي فعالیت څخه منع کړل شو. بخښنه به سره کوو.»

عطاالله زر څه موده مخکې هم د طالبانو له لوري بندي شوی و، خو د بندي کېدو لامل یې معلوم نه و.
یوه بله سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي افغانستان انټرنیشنل - پښو ته ویلي: «امربالمعروف موږ ته په ښکاره وویل چې تاسې تمثیل نه کوئ، بلکې فسق او فساد خپروئ. هغوی ټینګار وکړ چې څوک ټوکې کوي او خلک خندوي دا کار حرام دی.»
په ټولنیزو رسنیو کې خلکو د طالبانو دا پرېکړه په کلکه غندلې ده او یو شمېر کاروونکو لیکلي، چې طالبان هڅه کوي د خلکو پر خوله خندا بنده کړي.
د ټولنیزو رسنیو یوه کاروونکي په خپلې فېسبوک پاڼې لیکلي: «طالبانو مخکې ورزشونه او لوبې بندې کړې، اوس یې د خندا او تمثیل پر وړاندې هم ګام پورته کړ، داسې ښکاري چې دوی نه غواړي خلک خوشاله ژوند ولري.»
ځینو نورو بیا ویلي، چې د تمثیلي ویډیوګانو اصلي موخه یوازې خندا نه، بلکې د ټولنې د ستونزو انځورول او د منفي دودونو له منځه وړل وو، خو طالبانو دا کار بند کړ.
د کندهار یوه اوسېدونکي په یوه تبصره کې لیکلي: «په دې ویډیوګانو کې ډېر بد دودونه او ناسم کارونه ښودل کېدل، چې خلکو پرې عبرت اخیست، سربېره پر دې ډېر ښه پیغامونه د همدې لارې خلکو ته رسېدل، خو طالبانو د دې د مخنیوي پرېکړه وکړه چې ډېر بې ځایه کار دی.»
د کندهار ډېری ممثلین د خپلو ویډیوګانو له لارې نه یوازې د خلکو د خوښۍ سرچینه ګرځېدلي وو، بلکې د کاروباري اعلانونو په بڼه یې یو څه عاید هم ترلاسه کاوه.
اوس چې د دوی د عاید یوازینۍ سرچینه بنده شوې، ډېری ځوانان د اقتصادي ستونزو له زیاتوالي سره مخ دي.
یوه ممثل د نوم د نه اخیستو په شرط ویلي: «دا مهال زموږ د اکثره لوستو او نالوستو ځوانانو لپاره کارونه نشته، زموږ د ژوند تکیه یوازې پر همدې ویډیوګانو وه، اوس نه پوهېږو چې څنګه به د ژوند چارې پر مخ یوسو.»
د طالبانو د امربالمعروف ریاست چلند په ټولو ولایتونو کې یو ډول نه دی. په ځینو ولایتونو کې تمثیلي ویډیوګانې لا هم د محدودیتونو سره سره خپرېږي، خو کندهار د نورو په پرتله ډېر سخت بندیزونه تجربه کوي.
په دې ولایت کې یوازې پر تمثیل نه، بلکې د انځور په اخیستو او د ویډیو پر جوړېدو هم پراخ محدودیتونه لګول شوي دي.
اوس د تمثیلي ویډیوګانو پر بندیز سره کندهار یو ځل بیا د ټولنیزو او کلتوري فعالیتونو د خنډ په مرکز بدل شوی دی.
د امربالمعروف دا پرېکړه په داسې حال کې شوې، چې په هېواد کې د بېکارۍ کچه لوړه ده او د ځوانانو لپاره د کار او عاید فرصتونه محدود دي.
د خلکو په باور د تمثیل بندیز نه یوازې د هنر او کلتور پر وړاندې یو جدي ګوزار دی، بلکې د ځوانانو پر اقتصادي وضعیت به هم منفي اغېز ولري.
طالبانو په رسمي ډول د دې نوي بندیز په اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو تر دې وړاندې د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکي نیولي، بندیان او ان شکنجه کړي هم دي.
د کابل ښار د لومړۍ ناحیې اړوند د پُلخشتي او سپاهی ګمنام څلور لارې ترمنځ تر ځمکې لاندې لوی سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې بشپړې او د سې شنبه په ورځ (د وږي ۱۸مه) په یو لړ مراسمو سره ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د طالبانو تر حاکمیت لاندې کابل ښاروالي وايي، دغه مارکېټ چې په ۷،۸۴۵متر مربع ځمکه کې د یوه پوړ په درلودلو سره ډیزاین شوی، په ۱۶ میاشتو کې د ۲۸۱ میلیونه او ۸۴۵ زره افغانیو په لګښت جوړ شوی او ۳۳۷ هټۍ لري.

د قرارداد او مالي ماډل پر بنسټ، د پروژې پلي کوونکی خصوصي سکټور به د دغه مارکېټ د هټیو کرایه د کابل ښاروالۍ اړوند بانکي حساب له لارې د ۳۰ کلونو لپاره له متشبثینو راټوله کړي او د قرارداد له پای ته رسېدو وروسته به یاد مارکېټ کابل ښاروالۍ ته وسپارل شي.
د قرارداد له مخې به د دغې پروژې عواید د ۳۰ کلونو لپاره چې یو میلیارد او ۵۵۷ میلیونه او ۶۰۰ زره افغانۍ کېږي، ۳۵ سلنه به یې کابل ښاروالۍ ته ورکړل شي.
د یادونې وړ ده، چې د پُلخشتي سیمې د ځمکې لاندې مارکېټ د پاسه سړک د سپاهی ګمنام تر څلور لارې پورې د ۲۰۰ متره په اوږدوالي او ۳۰ متره سور سره بیا رغول شوی او اوس د ټرافیکو پر مخ پرانېستی دی.
د بښنې نړۍوال سازمان په یوه خپره کړې اعلامیه کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا غوښتي، چې د افغانستان د بشري حقونو د نقض څېړنې لپاره یو خپلواک او نړۍوال میکانیزم رامنځته کړي.
دغه سازمان وایي، چې د طالبانو د واکمنۍ له بیا پیل راهیسې د بشري حقونو پراخ نقضونه رامنځته شوي، چې باید د نړۍوالو قوانینو پر بنسټ وڅېړل شي.
په اعلامیه کې راغلي دي، چې دغه میکانیزم باید په بېړنۍ توګه جوړ شي څو د افغانستان د تېر او روانو جرمونو شواهد او اسناد په منظم ډول راټول، یوځای، خوندي او وڅېړل شي.
د بښنې نړۍوال سازمان په باور، دا ګام به د هغو قضایي دوسیو په چمتو کولو کې مرسته وکړي چې په راتلونکي کې د عادلانه او خپلواکو محاکمو د ترسره کېدو لپاره حیاتي ارزښت لري.
دغه سازمان ټینګار کړی، چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې د بشري حقونو له نقض سره د معافیت کلتور باید پای ته ورسېږي.
د بښنې نړۍوال سازمان په وینا، که نړۍواله ټولنه په ګډه او جدي ګامونه پورته نه کړي، نو د افغانستان خلک به له لا زیاتو سرغړونو، ظلمونو او بېعدالتیو سره مخامخ شي.
دا په داسې حال کې ده، چې له ۲۰۲۱کال راوروسته د طالبانو واکمنۍ د ښځو او نجونو د زدهکړو، کار، سیاسي ګډون او د بیان د ازادۍ په برخو کې پراخ محدودیتونه لګولي دي. د ښځو د کار د بندیزونو ترڅنګ، د رسنیو او مدني ټولنو فعالیتونه هم تر سخت فشار لاندې دي. د بشري حقونو مدافعان او پخواني امنیتي کارکوونکي د جبري نیونو، شکنجو او ان د هدفي وژنو له ګواښ سره مخامخ دي.
د یادولو وړ ده، چې تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو یو شمېر راپور ورکوونکو او نورو نړۍوالو بنسټونو هم د افغانستان د وضعیت په اړه ورته غوښتنې کړې وې.
هغوی ټینګار کړی، چې د نړۍوالو قوانینو پر بنسټ باید د بشري حقونو جدي سرغړونې د معافیت له دایرې وباسي او د حساب ورکولو میکانیزم ورته رامنځته شي.
په افغانستان کې د بشري حقونو فعالان وایي، نړۍوالې ټولنې ته د افغانانو غږ لا هم رسېدلی نه دی او که نړۍواله ټولنه بېپروا پاتې شي، د طالبانو سرغړونې به د راتلونکو نسلونو راتلونکی له ګواښ سره مخ کړي.
د پاکستان بندي پخوانی لومړی وزیر وایي، افغانستان نه یوازې یو اوږد مهاله ملګری هېواد دی، بلکې یو ورور او اسلامي هېواد هم دی. نوموړی په هېواد کې وروستیو زلزلو ته په اشارې سره زیاتوي، په دې سخت وخت کې باید له افغانستان سره پیوستون اعلان شي.
عمران خان چې له څه مودې راهیسې د پاکستان په اډیاله زندان کې بندي دی، د سې شنبې په ورځ (د وږي ۱۸مه) په خپله اېکس پاڼه په افغانستان کې وروستیو زلزلو ته په اشارې سره ویلي، «په دې سخت وخت کې باید له افغانستان سره د پیوستون څرګندونه وشي او تر خپلې وسې ورسره مرستې وشي.»
نوموړي یو ځل بیا د پاکستان پر حکومت او په ځانګړې توګه پر پوځ په نیوکو سره ویلي، د پاکستان اوسنی نظام د ظلم او اخلاقي زوال پر لوري روان دی او پای به یې هم د همدې نظام په رانسکورېدو سره وي.
عمران خان یو ځل بیا د خېبر پښتونخوا اعلی وزیر ته سپارښتنه وکړه، چې په خېبرپښتونخوا کې د خلکو پر ضد د پوځ د روانو عملیاتو پر وړاندې په کلکه ودرېږي او د پاکستان پوځ ته په خطاب کې یې زیاته کړې: «له تاریخه زده کړه وکړئ، یوازې د بهرنیو قوتونو د خوشحالولو لپاره د خپلو خلکو پر وړاندې عملیات به د وضعیت د ښه کېدو پر ځای حالات لا پسې خراب کړي.»
د نوموړي په وینا، پر مېرمنې یې له ټولو اسلامي او اخلاقي ارزښتونو خلاف ظلم په دې موخه روان دی چې د ده هوډ مات کړي.
د احمدشاه مسعود د ۲۴م تلین په مناسبت یوه انلاین غونډه کې د افغانستان یو شمېر سیاسي مشرانو د طالبانو پر وړاندې د مبارزې د دوام تر څنګ د مخالفو جریانونو ترمنځ د اختلافاتو پر پای ته رسېدو ټینګار وکړ او یې ویل، د داخلي نفاق دوام د مقاومت پر کمزورتیا او د طالبانو پر پیاوړتیا تمامېږي.
د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود په خپله وینا کې وویل، چې طالبان د «جګړې روایت» د تحریف هڅه کوي او غواړي د مخالفانو ترمنځ واټن او داخلي شخړې رامنځته کړي.
نوموړي زیاته کړه: «دوښمن هغه وخت بریا ته رسېږي چې موږ د یو بل پر ضد ودرېږو. زموږ دنده د ازادۍ لپاره مبارزه ده؛ ماتې او تسلیمېدو ته هېڅکله غاړه نه ږدو. هېڅ ډول وحشت دوام نه کوي، د طالبانو وحشت هم حتمي پای ته رسېږي.»
په همدې مجازي ناسته کې عبدالرشید دوستم په یوه پیغام کې ټینګار وکړ، چې د طالبانو پر ضد مبارزه باید تر پایه روانه وساتل شي.
هغه وویل: «مړینه په بستر کې زما لپاره ننګ او شرم دی. طالبان باید پوه شي چې د استبداد عمر لنډ دی او یوه ورځ به د ملت په اراده تسلیمېږي.»
بلخوا، د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق وویل، د طالبانو ضد جریانونو ترمنځ د یووالي جدي اړتیا ده.
محقق وویل، چې سیاسي ډلې باید یو بل ومني او د شخصي اختلافاتو پر ځای د افغانستان د راتلونکي لپاره ګډه تګلاره غوره کړي.
د افغانستان پخواني ولسمشر مرستیال سرور دانش په خپلو خبرو کې د راتلونکي لپاره له ژور فکر او عملي حللارې پرته د احتمالي کړکېچونو په اړه خبرداری ورکړ.
هغه وویل: «که له طالبانو وروسته د افغانستان په اړه اساسي فکر و نه شي، ممکن سبا ورځ د مجاهدینو د بریا او د ۲۰۰۱ کال د بن ناستې د پایلو په څېر تکرار شي.»
د ناستې په اوږدو کې د کورنیو چارو پخواني وزیر محمد عمر داوودزي د احمدشاه مسعود د میراث پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل: «له هرې تېرېدونکې ورځې سره د احمدشاه مسعود ځای او حقانیت لا نور هم روښانه کېږي.» هغه د طالبانو د پلویانو هغه ادبیات په کلکه وغندل چې د ټولنیزو شبکو له لارې یې مخالفینو ته د دوښمنۍ او سپکاوي لپاره خپروي او هغه یې د افغاني کلتور پر ضد وباله.
په دغه مجازي ناسته کې ټولو ویناوالو په یوه خوله ټینګار وکړ، چې د طالبانو پر وړاندې مبارزه به تر هغه دوام وکړي څو افغانستان د ازادۍ، ثبات او ډېموکراسۍ خاوند شي. دوی د نړۍوالې ټولنې پر ملاتړ هم غږ وکړ او ویې ویل، چې د افغانستان د خلکو غږ باید په نړۍوالو بحثونو کې جدي واورېدل شي.