د نیپال پخوانۍ قاضي القضاته ښايي د لنډمهاله لومړۍ وزیرې په توګه وټاکل شي

يوې باخبرې سرچينې رویټرز ته د جمعې په ورځ ويلي، چې د نیپال پخوانۍ قاضي القضاته سوشیلا کارکي ښايي د لنډمهاله لومړۍ وزیرې په توګه وټاکل شي. دغه خبرونه داسې مهال لاس په لاس کېږي، چې یاد هېواد کې د فساد ضد پراخ لاریونونه وشول او پخوانی لومړی وزیر شرما اولي یې استعفاء ته اړ کړ.
