• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
د می دویمه

ملګري ملتونه: ډېری زلزله‌ځپلې کورنۍ سرپناه، د څښاک اوبه او اساسي خدمتونو ته لاس‌رسی نه‌لري

۲۱ وږی ۱۴۰۴ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۴۳ GMT+۱

ملګرو ملتونو په یوه نوي راپور کې ویلي، چې د افغانستان په ختیځ کې وروستیو زلزلو زرګونه کورنۍ بې‌کوره کړې دي. د یاد بنسټ د معلوماتو له‌مخې؛ دغې زلزلې په کونړ، ننګرهار، لغمان او نورستان ولایتونو کې تر ۶ زرو او ۷۰۰ ډېر کورونه ویجاړ یا زیانمن کړي دي.

ملګري ملتونه وايي، چې د کونړ زلزله‌ځپلو ته مرستې تر ډېره د هوا له لارې رسول کېږي ځکه ځمکنۍ لارې بندې دي. دغه بنسټ زیاته کړې، چې روغتیايي ډلې او ۴۳ ټنه طبي تجهیزات اغېزمنو سیمو ته لېږل شوي دي.
د راپورونو پر بنسټ؛ د افغانستان په ختیځ، په ځانګړې توګه کونړ کې تر ۱۱ زرو ډېرې مېندواره مېرمنې له ګواښ سره مخ دي او ډېری کورنۍ سرپناه، د څښاک اوبه او اساسي خدمتونو ته لاس‌رسی نه‌لري.
دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان انټرنشنل-پښتو په یوه راپور کې موندلې وه چې د افغانستان په ختیځ کې له زورورې زلزلې وروسته د کونړ، ننګرهار او لغمان په ځینو سیمو کې د سختې وېرې او رواني فشار له امله د یو شمېر مېندو شېدې کمې او یا هم بیخي وچې شوې دي. دغه وضعیت د هغو ماشومانو لپاره چې د مور په شېدو تغذیه کېږي، د جدي اندېښنې وړ دی.
سیمه‌ییزو سرچینو ویلي و، چې مرکز اسعداباد، خاص کونړ، نرنګ، سرکاڼو، شیګل، وټه‌پور، ماڼوګی او چپه دره هغه ولسوالۍ دي چې ښځې په‌کې له رواني فشارونو او وېرې له امله سختې اغېزمنې شوې دي. دغه وضعیت د دې لامل شوی، چې شېدې ورکوونکې مېرمنې نه‌شي کولای خپلو ماشومانو ته شېدې ورکړي.

ډېر لیدل شوي

پخوانی افغان سرتیری؛د افغان پوځ سقوط باید یوازې د ۲۰۲۱ کال د پوځي پېښو له مخې ونه ارزول شي
۱

پخوانی افغان سرتیری؛د افغان پوځ سقوط باید یوازې د ۲۰۲۱ کال د پوځي پېښو له مخې ونه ارزول شي

۲

متحده جبهه وايي په کندهار کې یې د طالبانو د امر بالمعروف یو محتسب وژلی

۳

راپور :پاکستان له افغانستان سره د سوداګریزو لارو د بیا پرانیستو پرېکړه کوي

۴
ځانګړی

خوشحال خان کاکړ: پاکستان بايد په افغانستان کې له لاسوهنو ډډه وکړي

۵

د نارضایتۍ دوام؛ خواله رسنۍ پر طالبانو د نیوکو مرکز