هرات کې د ۱۰ میلیونه ډالرو په پانګونه د رېکشا او موټرسایکلونو د تولید فابریکه پرانیستل شوه

په هرات ولایت کې د ۱۰ میلیونه امریکايي ډالرو په پانګونه د رېکشا او برېښنايي موټرسایکلونو د تولید یوه فابریکه پرانیستل شوه. د یادې فابریکې د پلور مسوول ګدا محمد احراري وايي، چې یاده فابریکه د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د وسایطو د تولید او بسته بندۍ په موخه جوړه شوې ده.