اوکراین پر روسیې د ۳۶۱ ډرونونو په مټ برید کړی

اوکراین د شنبې شپې په اوږدو کې پر روسیې لږ تر لږه د ۳۶۱ بې‌پیلوټه الوتکو برید کړی او د روسیې په شمال لویدیځ کې د کیریشي تېلو لویه فابریکه یې د لنډ وخت لپاره وسوځوله. د روسیې دفاع وزارت وویل چې لږ تر لږه ۳۶۱ ډرونونه د هوايي دفاع سیسټمونو وویشتل.