• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اسماعیل یون طالبانو ته: انټرنېټ د ژوند یوه اساسي اړتیا ده، دا اړتیا له خلکو په زور مه اخلئ

۲۵ وږی ۱۴۰۴ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۰۹ GMT+۱

د طالبانو د مشر ملا هبت الله په امر د کندهار په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې د نوري فایبر انټرنېټي خدماتو محدودېدو په غبرګون کې د کابل پوهنتون پخواني استاد محمد اسماعیل یون ویلي، دا یوازې تخنیکي محدودیت نه دی، بلکې د خلکو پر تعلیم، اقتصاد او د بیان پر ازادۍ یو مستقیم برید دی.

یون پر خواله رسنۍ اېکس لیکلي دي: «د فایبر انټرنېټ بندول یوازې تخنیکي محدودیت نه دی، بلکې دا د خلکو پر تعلیم، اقتصاد او د بیان پر ازادۍ مستقیم برید دی.»

اسماعیل یون همداراز زیاتوي: «انټرنېټ د ژوند یوه اساسي اړتیا ده، دا ړتیا له خلکو په زور مه اخلئ! هیله ده مسوولین د خلکو ستونزې درک کړي، نه دا چې غږ یې چوپ کړي.»

هغه وایي، د نوري فایبر خدماتو محدودول په ځانګړې توګه د هغو محصلینو، استادانو، سوداګرو او رسنیو پر کار اغېز کوي، چې د انټرنېټ له لارې د زده‌کړې، سوداګرۍ او معلوماتو تبادلې ته اړتیا لري.

د پوهانو په باور، دا پرېکړه به نه یوازې د خلکو د ورځني ژوند پر کیفیت ناوړه اغېزې ولري، بلکې د افغانستان د نړۍوال انځور د لا خرابېدو لامل به هم شي.

ډېر لیدل شوي

ظاهر قدیر څنګه د امریکا په دام کې ولوېد؟
۱

ظاهر قدیر څنګه د امریکا په دام کې ولوېد؟

۲

محمد حنیف اتمر: په افغانستان کې له مشروع سیاسي نظام پرته تلپاتې سوله نه‌شي راتلای

۳

د روغتیايي خدمتونو تشه؛ نورستان ښځینه متخصصه نه‌لري، ننګرهار کې یې هم شمېر محدود دی

۴

د ملا عمر خوبونو د افغانستان برخلیک بدل کړ

۵

د یوه افغان پلاستیکي ټوپک د جرمني پولیس د هوا او ځمکې له لارې عملیاتو ته اړ اېستل