د ترکیې پولیسو ۱۷ افغان کډوال نیولي دي

د ترکیې پولیسو د پنجشنبې په ورځ د اماسیا په ښار کې ۱۷ افغان کډوال چې په یوه لارۍ کې پټ شوي وو نیولي دي. پولیسو ویلي، یاد کډوال په ناقانونه توګه ترکیې ته داخل شوي و او بېرته به افغانستان ته واستول شي.

د ترکیې پولیسو د پنجشنبې په ورځ د اماسیا په ښار کې ۱۷ افغان کډوال چې په یوه لارۍ کې پټ شوي وو نیولي دي. پولیسو ویلي، یاد کډوال په ناقانونه توګه ترکیې ته داخل شوي و او بېرته به افغانستان ته واستول شي.
د اماسیا پولیس زیاتوي، چې نیول شوي افغان کډوال د ۱۸ او ۳۰ کلونو ترمنځ عمرونه لري او دمګړۍ د بهرنیو وګړو د اخراج په مرکزونو کې ساتل کیږي.
پولیسو د افغان کډوالو د انتقال لارۍ چلونکی هم د ناقانونه کډوالو د لېږدولو په تور نیولی دی او د هغه قضیه یې محکمې ته وړاندې کړې ده.
په وروستیو کلونو کې ترکیه د کډوالو، په ځانګړې توګه د افغانانو لپاره اروپا ته د تګ په یوې لویه لار بدله شوې ده او هر کال زرګونه افغانان اروپا ته د رسېدو په هیله ترکیې ته پر خطرناکو لارو سفر کوي. ډېری وخت پر دغو لارو کډوال مړه یا وژل کېږي.
د ترکیې حکومت په دې وروستیو کې د خپلو پولو د کنټرول او په ناقانونه توګه د کډوالو د ننوتلو سره د مبارزې لپاره سخت اقدامات پیل کړي دي.
د ترکیې د کډوالو ادارې د شمېر له مخې په ۲۰۲۴ کال کې له ۲۳۰ زرو څخه ډېر بې اسناده کډوال نیول شوي او بېرته خپلو هېوادونو ته استول شوي دي.


په افغانستان کې د بګرام اډې د بېرته نیولو په اړه د ډونالډ ټرمپ له تازه څرګندونو وروسته د امریکا د استازو جرګې غړي رېلي مور ویلي، چې د ټرمپ دغه پرېکړه «ستراتېژیکه او منطقي» ده.
دغه جمهوري غوښتونکي استازي د نیوز مېکس په نامه یوې امریکايي رسنۍ ته ویلي، چې د بګرام هوايي اډې جغرافیوي موقعیت او په تېر کې د امریکا لویې پانګونې ته په کتو د دغه اډې د بېرته ترلاسه کولو ارزښت د پام وړ دی.
نوموړي ویلي، چې د بګرام بېرته نیول نه یوازې د امریکا د امنیتي ګټو پورې تړاو لري؛ بلکې د چین د مخ پر زیاتېدونکي ګواښ پر وړاندې د مقابلې په برخه کې ګټور تمامېدای شي.
هغه وایي:« په دې کې شک نهشته، چې دغه اقدام له ستراتیژیک پلوه بیخي سم دی او دا څومره لویه تراژیدي ده چې دا مهال هلته موږ څار نهلرو؛ په داسې حال کې چې د ستراتیژیکو موقعیتونو او په ځانګړې توګه د دغه ځای د ترلاسه کولو لپاره مېلیاردونه ډالر مصرف شوي او زرګونه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.»
دا په داسې حال کې ده، چې تازه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې متحده ایالات غواړي د افغانستان بګرام هوایي اډه بېرته ترلاسه کړي. نوموړي د دغه اډې پرېښودل د امریکا د پخواني ولسمشر جوبایډن ستره «تېروتنه» بللې ده.
له بل پلوه ځینو امریکايي چارواکو بیا ویلي، چې د بګرام هوايي اډې بېرته نیول اسانه کار نهدی. یوه امریکايي چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې د بګرام هوايي اډې بېرته نیول لسګونه زره پوځیانو، ګڼو لګښتونو او پېچلو لوژستیکي عملیاتو ته اړتیا لري او له دې ټولو ور هاخوا د بګرام د امنیت ټینګښت به خورا ستونزمن وي.
ورته مهال یوه بل امریکايي چارواکي بیا رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې دا مهال د بګرام د نیولو لپاره هیڅ ډول رسمي پلان نهشته. د بګرام هوايي اډه د پروان ولایت د چاریکار ښار شمال ته نږدې د کابل نه شاوخوا ۶۰ کیلومتره لرې پرته ده، چې د ستراتیژیک موقعیت له مخې د افغانستان مرکزي سیمو ته نږدې او له چین، ایران، پاکستان او منځنۍ اسیا سره د واټن له مخې خورا مهمه سیمه ګڼل کېږي.

د سپینې ماڼۍ پخوانۍ چارواکې لیزا کورټېس د ډونالډ ټرمپ هغه څرګندونې خندوونکې بللې دي، چې ګواکې امریکا غواړي د بګرام پوځي اډه بېرته لاس ته راوړي. نوموړې ویلي، چې طالبان به هېڅکله امریکایي ځواکونو ته د بېرته ستنېدو اجازه ور نهکړي.
کورټېس افغانستان انټرنشنل ته په یو لیکلي پېغام کې ویلي: «دا تصور چې د طالبانو مشر هبتالله اخندزاده به امریکا ته د بګرام د پرېښودو اجازه ورکړي، یوازې د خندا وړ ده.» هغې زیاته کړې، چې طالبانو شل کاله له امریکایي او ناټو ځواکونو سره مخامخ جګړه وکړه او دا شونې نهده چې اوس بېرته د ورتګ لپاره ورته دروازې پرانېزي.
لېزا کورټېس چې د ډونالډ ټرمپ د لومړۍ دورې پر مهال د دوحې تړون د جوړېدو په بهیر کې د پالیسۍ جوړوونکو له ډلې وه، وویل: «په دې تړون کې روښانه شوې، چې امریکا به د ۲۰۲۱م د مئ تر میاشتې ټول ځواکونه له افغانستان نه وباسي.»
هغې زیاته کړه، که ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۱م د دوبي پر مهال هم ولسمشر پاتې شوی وای؛ نو ښايي خپله پرېکړه یې بدله کړې وای، خو حقیقت دا دی چې د ټرمپ لومړۍ ادارې د دوحې تړون په چوکاټ کې د ټولو امریکايي ځواکونو د اېستلو پرېکړه کړې وه.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون د ۲۰۲۰م کال د فبرورۍ په میاشت کې لاسلیک شوی و.
کورټېس چې د ټرمپ په اداره کې یې د ولسمشر مرستیالې سلاکارې او د امریکا د ملي امنیت شورا د سویلي او منځنۍ اسیا د برخې مشري کړې ټینګار کوي، چې: «په دوحې تړون کې هېڅ ځای داسې څه نه دي لیکل شوي، چې امریکايي ځواکونه دې په بګرام کې پاتې شي.»
ډونالډ ټرمپ تېره ورځ د برېټانیا له لومړي وزیر کېیر سټارمر سره په ګډه خبري غونډه کې وویل: «موږ هڅه کوو، چې د بګرام هوايي اډه بېرته ترلاسه کړو. طالبان هم له موږ ځینې غوښتنې لري او موږ هم هغه اډه غواړو.»
ځینې اوسني او پخواني امریکايي چارواکي وايي، د ټرمپ له لوري د بګرام د نیولو طرحه په حقیقت کې یو ځل بیا پر افغانستان د یو بل پوځي یرغل په مانا بولي. د دوی په وینا؛ دغه کار یوازې د زرګونه سرتېرو او پرمختللو پوځي وسایلو پر مټ شونی دی.

د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري وايي، داسې کره شواهد یې ترلاسه کړي چې بېاسناده افغان کډوال او هندي پوځي افسران د پاکستان دننه په خونړیو بریدونو کې ښکېل دي.
نوموړي له یوې جرمن رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، که څه هم پاکستان په وار، وار د افغان کډوالو د وتلو نېټه وغځوله؛ خو کره اسناد په لاس کې لري، چې ګن افغانان په ترهګریزو او ورانکاره کړونو کې لاس لري. هغه همدا راز ویلي، افغان کډوالو ته د پناه ورکولو اصلي لاملونه په افغانستان کې کورنۍ جګړې او د بهرنیانو لاسوهنې وې چې اوس دغه ستونزې نهشته.
نوموړي ادعا کړې، چې هند په پاکستان کې د بریدونو د تنظیم په برخه کې په منظمه توګه فعالیت کوي او هندي پوځي افسران په خونړیو ترهګریزو بریدونو کې ښکېل دي.
احمد شریف چودري که څه هم د خپلې ادعا د ثبوت په برخه کې څه نهدي ویلي؛ خو دا یې ویلي چې پاکستان په وار، وار په ترهګریزو بریدونو کې د هند د ښکېلتیا په اړه کره شواهد له نړۍوالو سره شریک کړي دي.
نوموړي د مرکې په یوې برخه کې ویلي، چې یوازې د پاکستان حکومت د «جهاد» اعلان واک او اختیار لري او په دې برخه کې ډلې بېواکه دي.
دغه پاکستاني جنرال همدا راز ویلي، له افغانستان نه د امریکایانو تر وتلو وروسته په پاکستان کې په ترهګریزو بریدونو کې له امریکايي وسلو ګټه اخېستل کېږي چې په خپله امریکا هم په دې اړه اندېښنه ښودلې ده.
دا لومړی ځل نهدی، چې پاکستاني چارواکي په ترهګریزو بریدنو کې د افغانانو او هند د ښکېلتیا خبره کوي؛ تر دې وړاندې هم ورته ادعاوې شوې دي، چې د کابل او نوي ډیلي له لوري په کلکه رد شوې دي.

د ننګرهار په مرکز جلالاباد ښار کې د ژمي موسم په نږدې کېدو سره د ودونو شمېر هم مخ په ډېرېدو دی او د شتمنو تر څنګ د طالبانو کورنۍ یا هم خپل خپلوان د خوښۍ په مراسمو کې د هوایي ډزو تر څنګ پټاکۍ هم چاودوي. سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې دغه کار د خلکو رواني امنیت زیانمن کړی.
په جلال اباد ښار کې مېشت یو ځايي فعال ببرک سایل وایي، همدا تېره شپه د جلالاباد ښار په لومړۍ او څلورمه ناحیه کې د خوښۍ په مراسمو کې پټاکۍ چاودېدلې دي. نوموړی زیاتوي: «دولس بجو څخه تر یوې بجې پورې ټوله شپه د همدې پټاکیو غږونه وو، ګړز ګړوز جوړ و او بېخي یې خوب ته نه یو پرېښي.»
د دغه ښار یو بل اوسېدونکی هم دغه وضعیت تاییدوي او نیوکه کوي، چې د جمعې په شپو کې اوسمهال د ودونو د ډېروالي له امله د پټاکیو چاودېدو کچه هم ډېره شوې او ښاریان له ډاروونکي وضعیت سره مخ کوي. د جلالاباد ښاریانو د څرګندونو له مخې؛ طالبانو نه یوازې د دغه لوړ غږو پټاکیو مخه نه ده نیولې؛ بلکې ان د دوی کورنۍ او خپلوان خپله د خوښیو مراسمو کې دغه پټاکۍ چاودوي.
د پټاکیو غږونه؛ د روحي شکنجې لامل
په همدې ښار کې یو مېشت ډاکټر افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په تېرو وختونو کې جلالاباد ښار د ځانمرګو بریدونو تر څنګ وسلهوال بریدونه تجربه کړي او له همدې امله د پټاکیو چاودېدو سره د خلکو ذهن ته هماغه خونړۍ پېښې ورځي. د دغه ډاکټر په خبره؛ د ودونو پرمهال د دغه چاودېدونکو توکو غږونه د خلکو ذهنونو ته د ټروما په ډول هماغه پېښې ذهن ته ورولي او د روحي شکنجې لامل کېږي.
دغه ډاکتر چې د نوم له ښودلو ډډه کوي زیاتوي: «دغه غږونه ځورونکي دي، خلک یې چې واوري وډار شي او همدا ډار خپله د انسان رواني امنیت زیانمنوي او د تېرو خونړیو حادثو تکرار مغزو ته راولي». هغه ټینګار کوي، که دغه لړۍ دوام وکړي؛ نو د جلال اباد ښاریانو کې به د ټروما او رواني شکنجو پېښې ډېروالی ومومي.
پر چاپېریال د چاودېدونکو توکو ناوړه اغېزې
ډاکټران همدا راز د چاودېدونکو توکو بوی د چاپېریال ککړتیا او د ناروغیو ډېرېدو لپاره هم یو ګواښ بولي. ډاکټران وایي، له دې سره هوا خرابېږي، ځمکه هم ککړېږي او ان که ماشومان یا هم لویان دغه دودونه تنفس کړي؛ نو له جدي ناروغیو سره مخ کېدای شي.
د جلالاباد ښار اوسېدونکي د طالبانو د عامې روغتیا ریاست نه هم غواړي، چې د چاپېریالي ککړتیا او د ناروغیو د خپرېدو مخنېوي لپاره باید د دغه ناسم دود مخه ډب کړي.
افغانستان چې له کلونو راهیسې یې جګړې تجربه کړې، د خوښیو مراسمو کې ان د پټاکیو الوځول هم خلکو ته د جګړې یا هم کومې ناوړه پېښې خبرداری ورکوي. په تېر جمهوري نظام کې د طالبانو او یو شمېر ترهګرو ډلو له لوري د بمونو، چاودېدونکو توکو او ځانمرګو بریدونو د باروتو چاودېدو خلک نه یوازې په فزیکي توګه ګواښلي؛ بلکې لا یې هم ذهنونه هماغو پېښو سره تړلي پاتې دي او له ورته هر ډوغ غږونو وېره احساسوي.
که څه هم طالبانو په ودونو کې پر هوایي ډزو بندیز اعلان کړی؛ خو د همدوی جنګیالي بیا دغه امر نه مني او خپلو ودونو کې بې درېغه د ټوپکو شاجورونه خالي کوي او مرمۍ پر اسمان وروي، چې ان په ځینو سیمو کې یې خلک وژلي او ټپیان کړي هم دي.

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون اعلان کړی، چې یوازې پرون پنجشنبه د (وږي ۲۷مه) له بېلابېلو لارو څخه تر ۸ زرو ډېر کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.
د طالبانو ویاند مرستیال حمدالله فطرت د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون د ورځني راپور په خپرولو سره ویلي، چې افغانستان ته ستانه شوي کډوال د تورخم، سپين بولدک، ورېښمو پله، انګورو اډې، بهرامچې او اسلامکلا له لارو ستانه شوي دي.
نوموړي نن جمعه د (وږي ۲۸مه ) پر اېکس پاڼه لیکلي، له ډېرو ستنو شویو کډوالو سره د لومړنیو توکو سربېره د سیم کارټونو مرستې هم شوې دي. دغه طالب ویاند همدا راز ویلي، چې ستانه شوي ټول کډوال په وړیا ډول خپلو اصلي ولایتونو ته لېږدول شوي دي.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون په ورځني راپور کې همدا شان راغلي، چې له ستانه شویو کډوالو سره څه باندې دوه مېلیونه افغانۍ نغدي مرستې هم شوې دي.
په ورته وخت کې د خېبر پښتونخوا ایالتي حکومت خبر ورکړی، چې د پنجشنبې په ورځ د (وږي ۲۷مه) له پاکستان نه ۴۱۰۸ افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي. په دې ډله کې ۲۷۹۸ د «پي او ار» کارت لرونکي، ۳۶۸ د «اې سي سي» او پاتې نور بېاسناده کډوال وو.
دوه ورځې وړاندې په بلوجستان کې هم ځايي چارواکو ویلي و، چې د روانې سپټمبر میاشتې له لومړۍ نېټې راهیسې د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ چټکه شوې ده. د بلوجستان د ځايي چارواکو په خبره؛ د سپټمبر میاشتې له لومړۍ نیټې راهیسې تراوسه څه باندې ۳۰ زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.
د افغانستان له ګاونډیو او په ځانګړې توګه له ایران او پاکستان نه د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ روانه ده. که څه هم وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په ډلهییزه توګه د افغان کډوالو ستنول ظلم او زیاتی بللی و؛ خو د پاکستان او ایران حکومتونو ویلي، چې له خپلې خاورې د هغو افغانانو اېستلو ته ژمن دي چې د اوسېدو قانوني اسناد نهلري.