د ایران استازی: د ملګرو ملتونو د بندیزونو بېرته ستنولو پرېکړې ته ژمن نه یو

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د ایران دایمي استازي امیر سعید ایرواني ویلي، چې تهران د دغه سازمان د بندیزونو د بیا تطبیقولو پریکړې ته هېڅ ډول عملي ژمنتیا نه لري.

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د ایران دایمي استازي امیر سعید ایرواني ویلي، چې تهران د دغه سازمان د بندیزونو د بیا تطبیقولو پریکړې ته هېڅ ډول عملي ژمنتیا نه لري.
نوموړي دغه څرګندونې د امنیت شورا له هغې ناستې وروسته وکړې چې د ملګرو ملتونو د بندیزونو د بېرته ستنولو پرېکړه په کې وشوه.
ایرواني، دغه پرېکړه «عجولانه، غیر ضروري او غیرقانوني» بللې او ټینګار یې کړی چې د هغې ټولې پایلې به د امریکا او دریو اروپايي هېوادونو پر غاړه وي.
د ده په وینا، ایران ځان مکلف نه ګڼي چې د شورا د تازه پرېکړې له مخې پر ځان لګول شوي بندیزونه ومني یا یې تطبیق کړي.
ایراني چارواکي وايي، لوېدیځ د فشار د پالیسۍ له لارې هڅه کوي تهران منزوي کړي، خو د ایران د دریځ پر بنسټ، دغه ډول ګامونه به نه یوازې اغېزناک نه وي، بلکې د رامنځته شویو ستونزو د لا زیاتېدو لامل به هم شي.


د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت وزیر عبداللطیف منصور د جمعې په ورځ (د وږي ۲۸مه) د پکتيا په سید کرم ولسوالۍ کې د تېرې شل کلنې جګړې پر مهال د وژل شویو کسانو په یاد غونډه کې وویل، خلک باید په سر او مال له اوسني نظام څخه دفاع وکړي.
منصور په دې غونډه کې په تېرو شلو کلونو کې د وژل شویو کسانو کورنیو ته له تسلیت ویلو سربېره وویل، «له خپل اسلامي نظام څخه چې د زرګونو شهیدانو،کونډو،یتیمانو او اسیرانو د وینو او اوښکو ثمره ده په سر او مال سره دفاع وکړئ.»
نوموړي همداراز د ملت د ټولو پرګنو تر منځ پر بشپړ یووالي باندې ټينګار وکړ .
دغه غونډه په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د جګړې پر مهال د وژل شویو طالب جنګیالیو یو شمېر کورنۍ له اوسنیو طالب چارواکو ګیله مند دي چې واک ته تر رسېدو وروسته هېر شوي او دوی ته هېڅ ډول پام نه دی شوی.

د عراق د ترهګرۍ پروړاندې د مبارزې ځانګړې ادارې اعلان وکړ، چې په سوریه کې د امریکا په مشرۍ له نړیوال ایتلاف سره په همغږۍ ترسره شویو امنیتي عملیاتو کې د داعش یو لوړ پوړی مشر وژل شوی دی.
د دغې ادارې په وینا، وژل شوی کس «عمر عبدالقدر بسام» مشهور په «عبدالرحمن الحلبي» و، چې د دې ډلې د بهرنیو عملیاتو او امنیت مسول ګڼل کېده.
په خبرپاڼه کې راغلي، نوموړی د څو هېوادونو په بریدونو کې په لاس لرلو تورن و، چې پکې د لبنان په پلازمېنه بېروت کې د ایران پې سفارت برید هم شامل دی.
د راپور له مخې، هغه په اروپا او امریکا کې هم د ځینو نورو ترهګریزو عملیاتو پلان درلود، خو د استخباراتي هڅو له امله دغه پلانونه شنډ شوي دي.
په ورته وخت کې، د امریکا مرکزي قوماندانۍ په سوریه کې د داعش مشرانو پر ضد څو بریدونه کړي دي. امریکايي چارواکو د دغې ډلې د راګرځیدو خبرداری ورکړی دی.

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر اسعد الشباني د پنجشنبې په ورځ واشنګټن ته ورسېد، چې دا په تېرو شاوخوا ۲۵کلونو کې د دغه هېواد د یوه لوړپوړي چارواکي لومړنی رسمي سفر بلل کېږي.
دغه سفر د امریکا له لوري د دمشق پر وړاندې د نوې تګلارې د بدلون په ترڅ کې ترسره کېږي، چې پکې د بندیزونو د لرې کولو او د سیمې په سیاسي ترتیباتو کې د منځګړیتوب هڅې شاملې دي.
د راپورونو له مخې، اسعد الشباني به د امریکا له یو شمېر قانون جوړوونکو سره د لیدنې پر مهال د پاتې اقتصادي بندیزونو د لرې کولو موضوع مطرح کړي.
د امریکا د سنا غړي لېنډسي ګراهام رسنیو ته ویلي چې د دغه سفر یوه مهمه اجنډا همدا ده. دوو نوروسرچینو هم رویټرز خبري اژانس ته د دغه سفر پخلی کړی دی.
دغه پرمختګ په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د سوریې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځینې لوړپوړي چارواکي له دندو ګوښه شوي، او واشنګټن هڅه کوي د سوریې کُردي ملګري د ولسمشر احمد الشرع له مرکزي ادارې سره مدغم کړي.
په ورته وخت کې، امریکا د اسراییلو او سوریې ترمنځ هم د منځګړیتوب هڅې کوي. ولسمشر الشرع، چې راتلونکې اوونۍ د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې لپاره نیویارک ته ځي، ویلي چې د اسراییل سره د یوه امنیتي تړون خبرې ښايي «په راتلونکو ورځو کې پایله ورکړي».
امریکا له ۲۰۱۱کال راهیسې پر سوریه سخت اقتصادي بندیزونه لګول کله چې د پخواني ولسمشر بشارالاسد پر ضد د خلکو پاڅون د یوه اوږدېکورني جګړې لامل شو. خو د تېر دسمبر په میاشت کې د الشرع ځواکونو په چټکو عملیاتو کې واک ترلاسه کړ او د اسد واک یې پای ته ورساوه.
تر دې وروسته، واشنګټن او دمشق د اړیکو د تودېدو هڅې پیل کړې. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مې په میاشت کې له ولسمشر الشرع سره تر لیدنې وروسته اعلان وکړ چې د سوریې د اقتصادي بندیزونو د لرې کولو لپاره به عملي ګامونه پورته کړي.

ځینې اوسني او پخواني امریکایی چارواکي وايي، چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه طرحه چې غواړي د بګرام هوايي اډه بېرته امریکا په واک کې واخلي، یوازې د یوه نوي پوځي یرغل په بڼه عملي کېدای شي، چې له ګڼو ستونزو، درنو لګښتونو او ستراتیژیکو ګواښونو سره مل ده.
ټرمپ د بریتانیا له لومړي وزیر کیېر سټارمر سره په ګډه خبري غونډه کې ویلي وو چې «موږ هڅه کوو بګرام بېرته ترلاسه کړو. طالبان له موږ غوښتنې لري، خو موږ هم دا اډه غواړو.» دې خبرو په امریکا کې دننه او بهر پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
یوه امریکايي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې ښکاره شي، رویټرز خبري اژانس ته ویلي: «د بګرام د بېرته نیولو لپاره باید لسګونه زره سرتېري، پرمختللي نظامي تجهیزات او پراخ لوژستیکي عملیات ځای پر ځای شي. د اډې د بیا جوړولو لګښت به په میلیاردونو ډالرو حساب شي، او د شاوخوا سیمې امنیت ساتل به تر ټولو ستره ننګونه وي».
د امریکا د دفاع وزارت یو پخواني چارواکي هم څرګنده کړې چې «په هغه سیمه کې ځانګړې پوځي ګټه نه شته، برعکس، ګواښونه یې له احتمالي ګټو ډېر دي».
سره له دې، ټرمپ ټینګار کوي چې بګرام د چین اټومي تاسیساتو ته د نږدېوالي له امله ستراتیژیک ارزښت لري، او دا اډه د امریکا لپاره د څارنې او د سیمې د کنټرول مهمه وسیله ده.
درې باوري سرچینو (سي این این) ته ویلي، چې له تېرو څو میاشتو راهیسي ډونالډ ټرمپ د امریکا د ملي امنیت چارواکو سره په پټه هڅه کوي، چې په افغانستان کې د طالبانو څخه د بګرام هوايي اډې د ترلاسه کولو لپاره یوه لار پيدا کړي.
دغو سرچینو سي این این ته ویلي، چې د بګرام اډې د بیا نیولو خبرې شاوخوا د مارچ له میاشتې راهيسې روانې دي.
ټرمپ او د هغه د ملي امنیت لوړپوړي چارواکي باور لري، چې دغه اډه په افغانستان کې د ځمکنیو عناصرو او کانونو ته د لاس رسي، د داعش په نښه کولو، د ترهګرۍ په وړاندې د یو مرکز جوړولو، د یو ډيپلوماتیک مرکز د پرانیستلو او د چین د څارنې لپاره مهمه ده.
ټرمپ تل د پخواني ولسمشر جو بایډن پرېکړه غندلې چې ولې یې د ۲۰۲۱کال په اوړي کې له افغانستان څخهټول ځواکونه وایستل او بګرام یې پرېښود. خو شنونکي وایي، ټرمپ دا موضوع د بایډن پر حکومت د فشار لپاره په سیاسي وسله بدله کړې ده.
د یادونې ده چې په خپله ټرمپ په ۲۰۲۰کال کې له طالبانو سره د دوحې تړون لاسلیک کړی و، چې د ټولو امریکايي ځواکونو وتل پکې شرط و.
طالبانو په خپلو وروستیو څرګندونو کې ټینګار کړی چې د بهرنیو ځواکونو هر ډول حضور په افغانستان کې د دوی لپاره د منلو وړنه دی، او دا دریځ یې په دوحه کې د مذاکراتو پر مهال هم په ښکاره ډول اعلان کړی و.
کارپوهان باور لري، که امریکا د بګرام د بېرته نیولو هڅه وکړي، نه یوازې د سیمې امنیت به له ګواښ سره مخ شي، بلکې د امریکا او طالبانو اړیکې به بیا یو ځل د تاوتریخوالي پر لور ولاړې شي. همدارنګه، د روسیې، ایران او چین په څېر هېوادونه به د هر ډول پوځي ګام پر وړاندې سخت عکسالعمل وښيي، چې ښايي د یوې نوې نړیوالې کړکېچنۍ فضا لامل شي.

په اسلام کلا کې تېز بادونه، خاورو، دوړو، وچ چاپيريال او د تودخې لوړې درجې له کلونو وروسته د ستانه شویو کډوالو لپاره د وطن لومړۍ منظرې دي. په افغانستان کې نازک اقتصاد له ایران او پاکستان څخه د ستانه شویو کډوالو د جذب توان نه لري.
الجزیرې ټلویزیون د پنجشنبه په ورځ په خپل یوه خبر کې ویلي، چې په اسلام کلا کې کډوالې کورنۍ په تنګو ځایونو کې سیوري ته ناست، ماشومان په دستمالونو خپلې څېرې له خاورو پاکوي او د مرستو په تمه انتظار باسي.
د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر راهيسې له پاکستان او ایران څخه له ۴ میلیونو زیات افغانان هېواد ته ستانه شوي دي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان شمېرې ښيې چې د ۲۰۲۵ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې په کور دننه او بهر نږدې ۳۵۰ زره افغانان بې ځایه شوي
د خلکو دا پراخه کډوالي تر ډېره د خراب اقتصاديوضعیت او د اقلیم د بدلون د اغېز زیاتېدو سره تړاو لري.
په ایران کې هم افغانان یوازي لنډمهاله کارګر نه وه بلکي د اقتصاد مهمه برخه و، چې په ودانیزو چارو، کرنې او تولیدي سکتورونو کې یې کارونه کول.
دوی چې اوس مهال افغانستان ته ستانه شوي د یو نامعلوم برخلیک او لویو ستونزو سره مخ دي.
مریم یوه کونډه ښځه له خپلو دوو ماشومانو سره یې شپږ کاله په ایران کې ژوند کړی اوس وايي: «زما هیڅ نه دي پاتې، نه کور، نه کار او نه هم څوک چې مرسته راسره وکړي.»
مریم د پښتورګو ناروغي هم لري تر ټولو دردناک حالت یې دادی، چې د دې ۱۵ کلن زوی صادق ښوونځي ته د تګ پر ځای د کار په لټه کې وي.
د نړیوال بانک د ۲۰۲۵ کال د پراختیایي راپور له مخې د افغانستان اقتصاد لا هم له نازک حالت سره مخ دی.
د راستنیدونکو لوی شمیر د بیکارۍ فشارونه زیات کړي دي، اټکل کیږي چې تر ۲۰۳۰ پورې به ۱.۷ ملیون نور ځوانان د کار لپاره بازار ته ننوځي چې لا دمخه له ګڼې ګوڼې ډک دی.
که چېرې د مهارتونو په پراختیا، پانګوالې او د کار په رامنځته کولو کې د پام وړ پانګونه ونه شي نو ډېر خلک به بیا اړ شي چې کډوالۍ ته مخه کړي.